ډونالډ ټرمپ امریکا ته د افغان کډوالو په ورتګ اندېښنه ښودلې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوال لپاره د امریکا سیاست تر عنوان لاندې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په امریکا کې د افغان کډوالو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
 د نیویارک ټامیزورځپاڼې د راپور له مخې ټرمپ په دغه غونډه کې افغان او نایجریایي کډوالو ته د خبرو پر مهال توهینوونکې خبرې کړې دي.
 ټرمپ ویلي «سږ کال پنځه نیم زره افغانانو امریکا ته د راتلو وېزې تر لاسه کړې دي، افغانستان د ترهګرو ځاله ده، ډېری امریکا ته راتلونکي کډوال په اېډز اخته دي او ۴۰ زره نایجیریایي کډوال به بیا هېڅ کله خپل هېواد ته ستانه نه شي.»
 نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې ټرمپ دغه خبرې په جون میاشت کې د کډوالو لپاره د امریکا سیاست تر عنوان لاندې هغه غونډې ته کړې دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم پکې شتون درلود، خو د سپنې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز دغه خبر رد کړی او ویلي یې دي، چې ډونالډ ټرمپ هېڅکله هم داسې کلمات نه دي کارولي.