شمالی کوریا: د ملګرو ملتونو لخوا بندیزونه به جګړې ته لار هواره کړي

شمالي کوریا وایي د ملګرو ملتونو له لوري پر موږ لګېدلي بندیزونه به جګړې ته لار هواره کړي او دغه کړنه خپله د جګړې مانا لري.
 د رویټرز د خبر له مخې، د شمالي کوریا رسمي رسنۍ وایي، چې شمالي کوریا به خپل هستوي قوت نور هم پیاوړی کړي او دا د امریکا د نا امېدۍ لپاره یوازنۍ لار ده. په خبر کې دغه راز راغلي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا پر شمالي کوریا نوي لګېدلي بندیزونه به د جګړې لپاره لار پرانېزي، خو دغه هېواد به هېڅکله هم د اتومي پروګرام له بډاینې لاس وانه خلي.
 د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د شمالي کوریا د بالستیک راکټونو د ازمویلو په غبرګون کې تازه خپل ۲۳۹۷ یم پرېکړه لیک تصویب کړی دی. پر شمالي کوریا په نویو بندیزونو سربېره دغه هېواد ته پر ځینو مهمو نفتي مواد هم بندیز لګېدلی دی.