دسپوږمۍ واهي ٫ په نامه كتاب چاپ شو

دسپوږمۍ واهي٫ چي دشعرونو لومړۍ ټولګه ده او ليكوال يې ښاغلئ ډاكټرهرات خان ناصر دئ دغه شاعر دسهيلي پښتونخوا له بوري سره تعلق لري
دغه كتاب ۵۰۰ ټوكه او ۱۲۸ مخه لري په دېر ښه ډيزائن سره چاپ شوئ دئ دښاغلي ډاكټر هرات خان ناصر پر شاعرۍ باندې
مقالې ليكل شوي دي ځكه خويې دشعرتوصيف ته ضرورت نشته
دشعر بېلګه يې درته راوړم تاسو قضاوت باندي وكړئ
غزل
ګوره دقاتل نظر لښكري يې راپاته شوې
ياركه راڅه ولاړي خو خبري يې راپاته شوې
ماهم په سينه كي خوږ ګبين جانان ساتلي ؤ
دي له سينې ووت خو شكري يې راپاته شوې
سرتې دشهيد ارمان درانه كاڼي راكښېښول
مږم يې په تن دلاس ډبر٫ يې راپاته شوې
دلته چا دامن ګوګشتكي رالېږلې وې
موږ په جنګ مين يو مات وزري يې راپاته شوې
نورخويې ٫ ناصره ٫ ښادۍ يوړې له خپل ځان سره
بس دا ديادونو سرې بمبري يې راپاته شوې
٫٫٫٫٫٫٫٫
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ