
د امنيت شورا د رایو په اتفاق سره پرېکړه وکړه، چې د شمالي کوریا د تېرې میاشتې د توغندیو د آزموینو له کبله به دغه هېواد ته تېلو پر صاداراتو بندیز لګول کیږي.
د پرېکړه لیک طرحه، چې د امریکا لخوا ليکل شوې وه، تیره ورځ د رايو د ورکړې لپاره وړاندې شوه، چې د چين او روسیې په شمول ټولو غړو هېوادنو ورته رایه ورکړه.
د پرېکړې پر بنسټ، شمالي کوریا به اجازه ولري چې هر کال يوازې څلور ميلیونه بوشکې خام تېل او ۵۰۰ زره بشکې نور سون مواد وارد کړي.
چين چې شمالي کوریا ته د تېلو په صادراتو کې تر ټولو لوی برخه وال و، صادرات به يې ۹۰ سلنه راښکته شي.
همداراز پرېکړه شوې، چې په نورو هېوادونو کې د شمالي کوریا کارګران به په ۲۴ میاشتو کې خپل هېواد ته ستنيږي، چې دا هم د شمالي کوریا لپاره يوه اقتصادي ضربه بلل شوې ده.
تیرو تجربو ښودلې، چې بنديزونه نشي کولی د کالیو د ليږد مخه ونيسي، که په قانوني توګه يې مخنیوی کيږي د قاچاق له لارې بیا هم رسول کيږي.