
بریتانوۍ ورځپاڼې ډېلي ټېلګراف پخپله پرونۍ ګڼه کې د خپلو سرچينو پر بنسټ ليکلي، چې امریکا پر شمالي کوریا باندې د برید لپاره چمتو ده.
ورځپاڼه ليکي، چې امریکا په دې ورستیو میاشتو کې په پراخه توګه د ځان د پوځي وړتیاوو د ځواکمنولو هڅې روانې کړي، تر څو د کوریا په ټاپو وزمه کې اټومي کړکيچ پای ته ورسوي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې امریکا پتېلې مخکې له دې، چې شمالي کوریا د کوم بل اټومي توغندي د آزمويلو چار تر سره کړي، امریکا غواړي د شمالي کوریا زېرمتونونه له منځه یوسي.
په همدې مهال د امریکا د دفاع وزارت یوه پخواني چارواکي ويلي، چې امریکا په دې لټه کې ده، چې شمالي کوریا باندې د تنبيه په ډول برید تر سره کړي.
ډونالډ ټرمپ چې د خپلو رخصتیو د تیرولو لپاره د نیوجرسي ایالت د ګلف دامنسټر سیمې ته تللی ويلي: «د دې وخت رسیدلی، چې یو سړی د امریکا او نړۍ خلکو ته په قدرت سره خبرې وکړي.»
ټرمپ حاضر نشو، چې دې پوښتنې ته ځواب ووايي، چې امریکا به مخه نیونکی برید پر شمالي کوریا وکړي.
دی چې د خپل مرستیال مایک پنس تر څنګ ولاړ و، وويل: «باید وګورو، چې څه کيږي.»
ده زیاته کړه:«که شمالي کوریا زموږ پر خلکو او متحدينو د برید په فکر کې وي باید ډيره اندېښنه وکړي.»
د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې پر خپلو بهرنیو پالیسو کې ناکامه ښکاري، د خپلو ستراتيژکو پلانونو په وړاندې کولو سره يې د چين، روسيې او نورو هېوادونو حساسیت راپاروالی، او د بیت المقدس په مساله کې هم یوازې پاتې شو او د ملګرو ملتونو د تيرې ورځې په غونډه کې، د ده پرېکړه ناکامه ثابته شوه.