
جنوبي کوریا وایي غواړي له امریکا څخه ۲۰ اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې وپېري.
په جنوبي کوریا کې چاپېدونکې ورځپاڼه وایي، هېواد یې غواړي له امریکا څخه نورې جنګي الوتکې هم واخلي، چې اف ۳۵ جنګي الوتکې دي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې دوه میاشتې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سئول کې د خبرو پرمهال ویلي و، چې هېواد به یې پر جنوبي کوریا د میلیاردونو ډالرو نوي جنګي تجهزات وپلوري.
جنوبي کوریا په ۲۰۱۴ کال کې ویلي و، چې له امریکا څخه یې ۴۰ اف۳۵ جنګي الوتکې پېرلې دي.