
د چین د دفاع وزارت وایي، ټرمپ باید د سړې جګړې فکر له ذهنه وباسي او د نړۍ د یو موټي کولو هڅه وکړي.
چینایي چارواکو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی. دوی وایي اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د نړۍ لوی قوتونه هڅه وکړي، چې هېوادونه سره یو موټی کړي او په نړۍ کې د امن فضا خپره کړي، نه داسې چې په خپلو غیر مسوولانه څرګندونو سره ځان ته دښمنان پیدا کړي.
چینایي چارواکو یو ځل بیا پر دې خبره ټینګار کړی، چې پوځ یې یوازې له خپل هېواد څخه د فاع په موخه روزلی دی، نه د دې لپاره، چې نورې نړۍ او هېوادونه ستونزې جوړې کړې او ګواښ ورته وکړي.
ټرمپ د تېرې دوشنبې په ورځ د ملي امنیت لپاره د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال چین او روسیه د امریکا دښمنان بللی و. ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې ایران، شمالي کوریا، روسیه او چین د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ دي.
ټرمپ له دې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال، چېن په اقتصادي برخه کې د امریکا سر سخته دښمن بللی و، خو له بریالی کېدو وروسته یې په خپل دغه دریځ کې نرموالی راوستی دی.
چین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې موږ غواړو د اقتصادي او سالمې سیالۍ له لارې مخ ته ولاړ شو، نه د جنګ جګړې له لارې.