
د قزاقستان د ادیانو د کمېټې مشر«ارکین آنگاربایف» خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې یې د نقاب او حجاب پر اغوستلو ۳۳۸ ډالره جریمه لګولې ده.
ارکین آنگاربایف ویلي، چې دغه پرېکړه یې کوم مذهب ته د سپکاوي لپاره نه ده کړې، بلکي د قزاقستاني وګړو د امنیت ساتلو په موخه یې کړې ده.
نوموړی وایي د نقاب، حجاب او اسکي ماسکونو اغوستل د ګڼې ګوڼې په سیمو کې امنیتي ساتونکي له ستونزو سره مخ کوي او د مشکوکو کسانو نیول او پېژندل سختوي.
دوی وایي ښاریان کولی شي په عمومي ځایونو کې یوازې له هغه ماسکونو ګټه واخلي، چې د روغتیا ساتنې لپاره کارول کېږي. له دې وروسته په قزاقستان کې یوازې دیپلوماتونه ته د نقاب او حجاب اغوستلو اجازه ورکول کېږی.