
پنتاګون اعلان کړی، چې د ۲۰۱۷مېلادي کال په اوږدو کې یې یوازې پر یمن ۱۲۰ هوایي بریدونه کړي دي.
امریکایي چارواکي وایي، دغه بریدونه یې تر ډېره د القاعدې سازمان پرغړو کړي دي، چې غوښتل یې د امریکا پر خاوره د بریدونو طرحې جوړې کړي.
د امریکا دفاع وزارت دغه راز وایي، چې پر یمن کې یې د داعش ډلې پر وړاندې هم ګڼ شمېر هوایي بریدونه کړي دي. دوی وایي، له دې بریدونو څخه یې لویه لاسته راوړنه دا وه، چې د تېر نومبر میاشتې پر ۲۰ مه یې د یمن په "البیضاء" ایالت کې د القاعدې شبکې پېژندل شوې څېره مجاهد العدني و واژه.