
د جنوبي کوریا رسنۍ وایي چې د دغه هېواد سرحدي ځواکونو د شمالي کوریا پر سرتېرو د سپکو وسلو ډزې کړې دي.
په جنوبي کوریا کې د یونهاپ خبري اژانس وایي، چې نن سهار د دغه هېواد سرتېرو چې د یوه تښتېدلي مهاجر په لټه کې و، د شمالي کوریا پر سرتېرو د سپکو وسلو ۲۰ ډزونه کړي. د شمالي کوریا سرتېرو ځوابي ډزې نه دي کړې او نه یې هم چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې جنوبي کوریا د شمالي کوریا اتومي پروګرام، د خپل هېواد، سیمې او ان ټولې نړۍ لپاره ګواښ بولي او د درولو غوښتنه یې کوي. خو شمالي کوریا تر ډېره د خپلو وسلو په وسیله امریکا ته ګواښ کوي او اخطارونه ورکوي.