
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر ماښام د کابینې په غونډه کې ویلي دی چې هر هیواد د ملګرو ملتونو په ننۍ ناسته کې د امریکا پر وړاندې رایه وکاروي د امریکا له مالي مرستو به بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو دغه عمومي غونډه چې په فوق العاده ډول د بیت المقدس په اړه د نوموړي پرېکړې په خاطر جوړه شوې ده د اسلامي هیوادونو سازمان په غوښتنه رابلل شوې ده.
ټرمپ په دې اړه ویلي دي: پریږدئ چې مخالفه رایه ورکړي، موږ به ډېرې پیسې وسپموو! نوموړي د پیغور په ډول ویلي دي چې ډیری هیوادونه هم د امریکا مرستې ترلاسه کوي او د دې هیواد پر وړاندې دریځ نیسي.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلي ویلي دي چې امریکا به نن نومونه ورسره یادښت کړي.
د امریکا د ورته څرګندونو په اړه د بیلابیلو هیوادونو ډیپلوماټانو نیوکې کړي دي چې ګواکې امریکا د بیت المقدس په اړه د خپلې پریکړې لپاره وړ دلایل نه لري نو ځکه داسې ګواښونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دولت هم د ټرمپ د پریکړې کلک مخالف دی خو په ورته وخت کې افغان دولت تر ډېره د امریکا په مالي او نظامي ملاتړ ولاړ دی؛ ولیدل شي چې وروسته به څه پیښ شي.
بیت المقدس د فلسطین پلازمېینه ده چې په دې وروستیو کې د ټرمپ له خوا د اسراییلي ښکیلاک د مرکز په توګه وپیژندل شوه.