زوی ته دپلار سپارښتنې

 
جاکسون براون .... ته ېې زوی راغی او له خپل دې نیت ېې خبر کړ ،چې زه غواړم پوهنتون ته ولاړ شم براون ورته له خپل انده دا سپارښتنې دکاغذ پر مخ وکښلې دپلار په توګه ېې ورسره چلند وکړ ،چې کله ېې سر راپورته کړ 1560 سپارښتنې وې .
کله ،چې ېې ملګري او دوستان خبر شول ډیرې ېې خوښې شوې بیا ېې دیو کتابګوټي (Life’s Little Instruction Book ) په بڼه چاپ کړې او دنیویارک تایمز په لړلیک کې ېې څو پرلپسې کلونه ښه مارکیت درلود .
 دبانک له قسطونو ځان وژغوره ولو که ډېر اسانه هم وي .
 دمېرمن دپېداېښت پر ورځ دې خواښې ته ګل ډالۍ کړه .
 دا اړینه ده ،چې په کور کې دې داور وژنې وسیله وي .
 پر الله توکل وکړه او بیا دې ور وتړه .
 نهیلې کیږه مه او دبېرته راګرځیدو لپاره له پیله دلارې سوچ وکړه .
 دغوسې پر مهال پریکړه مه کوه .
 زړور اوسه اوکنه ځان داسې وښایه ، چې زړور ېاست ، څوک ېې فرق نشي معلومولای .
 دا زده کړه ،چې څرنګه خبرې واورې ، پټې زمینې پیاوړو غوږونو ته اړتیا لري .
 دنورو هیلې مه وژنه کېدای شي له دې پرته به بل څه نه لري .
 کله دې ،چې کتاب ولید راونیسه خیر دې که دلوست وخت ېې درسره نه و .
 له اندازې زیات نرم اوسه خو چاته دا زمینه مه برابروه ،چې له تاسې ناوړه ګټه واخلي .
 هر سهار او هر ماښام دخېټې 50 ځلې ورزش کوه .
 په داسې څه کې پانګونه مه کوه ،چې وروسته ېې بیا د تاوان وس نه لرې .
 له داسې سړی سره ملګرتیا مه کوه ،چې درې ځل سر په سر ناکام شوې وي .
 دبیمې له کارته په قسط څه پېره .
 کله مسکا هم کوه لګښت پرې نه راځي ،خوقیمت ېې نشته .
 له پولیس سره هیڅکله جنجال مه کوه ( دا سپارښتنه مې له خپل پلار هم اوریدلې ده ) .
 بکسونه ، جینز پتلون او ګرانبیه ګړۍ مه رانېسه دا ټول بې ځایه لګښتونه دي .
 تر 16 کلنې پورې دې خپل بچیان هڅوه ،چې دوزګارتیا پر مهال یو څه کار وکړي .
 هر څه دې ،چې اوریدل ټول ېې مه منه ، ټول مال دې مه لګوه او څومره دې ، چې خوښه وه دومره مه بیده کیږه .
 کله که دې مور درته وویل : (ژر به پېښمانه شې ) ډیری وخت همداسې کیږي او پېښمانه به شې .
 پر خپل حیثیت دې پام کوه ورځې به درته دا جوته کړې ،چې همدا دې پانګه ده او له دې پرته بل څه نه لرې .
 له خنډونو مه ډاریږه له دې وروسته ښې زمینې په لاس درځې .
 کېدای شې یوکس وتوانیږي ،چې په یوازې ځان ستا ژوند پر اور او کړاو واړوي .
 خپله مېرمن دې په ډیره سوچ او احتیاط غوره کړه ستاسې همدا پریکړه ده ،چې 90% له نیمکرغۍ او بدمرغۍ سره تړاو لري .
 داسې څه وکړه ،چې دښمن دې ملګری شي ، ښه ورسره وکړه .
 کله ،چې دې چانس د دروازې خولې ته راغی نو دشپې تېرولو ست ورته وکړه .
 ځینې اصول ښه زده کړه بیا ېې ځینې مات هم کړه .
 دخپلې وړتیا له مخې دې خپل بریالیتوب وارزوه ، چې څومره ورکړه لرې نه دا ،چې څومره له نورو اخلې .
 شیطان که هرڅومره خپله بڼه بدله کاندي بیا هم شيطان دی ځان ورځنې وژغوره .
 تل هڅه وکړه ،چې ډیری څیزونه وړ وښايې نه ستر او لوی .
 څه ،چې لرې ځان پرې نیکمرغه کړه او کار وکړه ،چې هغه څه تر لاسه کړې ، چې غواړې .
 خلکو ته دهغوي له اټکله ډیر څه ورکړه .
 له مېرمن سره دې مینه وکړه ، خو د ماشومانو له کبله نه .
 ځان دومره مه بوختوه ، چې دنوو کسانو له پيژندګلوی بې برخې شې .
 له خپلو ماشومانو سره دې نیمايي وخت تېر کړه او دخپل مال نیمايي دې پر ولګوه .
 له شکمنو ځایونو ځان ګوښه کړه بدې پېښې همدلته رامنځته کیږي .
 دمال په لګښت کې ناکام سړی د ژوند په هر برخه کې ناکام دی .
 که دې څه وس نه لرې نو ګواښ ېې مه کوه .
 لومړنی طبي مرستې زده کړه کېدای شي کله ورته اړ شي بیا هغه مهال پېښماني په درد نه خوري.
 کله که چا درځنې پوښتنه وکړه او دځواب لېوالیتا دې نه درلوده ورته مسکی شه ورته ووایه ( ولې غواړې ،چې پردې پوه شې ؟ ) .
 اعصاب دې له لاسه مه ورکوه ، پر ځان ویسا ولره دموټر کلې دې مه هیروه .
 خپل پخوانی ملګری ته دې ناڅاپه ټیلفون وکړه خوشاله به شي .
 په پرانېستې عقل دنوو ځایونو ننداره وکړه .
 کله دې ځمکه پېرودله نو درېو څيزونو ته به ډير پام کوې ځای بیا ځای بیا ځای .
 10 شیان ، چې ته ېې تر سره کول غواړې ولیکه او بیا کاغذ په خپل جیب کې کیږده .
 له هر نوی کس سره ،چې مخامخیږي هڅه وکړه ،چې څه ورځنې زده کړې ځکه هر څوک یوه ځانګړنه لري .
 خپلې مېرمن ته دې دګلو یوه ګېډې واستوه وروسته بیا پرې سوچ وکړه .
 له خپلو ماشومانو دا هیله مه لره ،چې ستا هره خبره به ومني .
 دخپلې پانګې 10% برخه سپما کړه .
 هر څومره ، چې ډيره زده کړه کوي همدومره به له خپلو اوږو د ډار بار کموې .