د پاکستان د اسلامي علماو د جمعیت مشر: ایران او پاکستان د مسلمانانو د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي

په پاکستان کې د اسلامي علماو د جمعیت مشر سمیع الحق وایي، ایران او پاکستان په سیمه کې دوه مهم هېوادونه دي، چې کولی شي د مسلمانانو د روانو ستونزو له حل سره مرسته وکړي.
نوموړي نن په اسلام اباد کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ایران او پاکستان دوه ملګري ګاونډي بللي او ویلي یې دي، چې دغه دواړه هېوادونه په مسلمانو هېوادونو کې روانې ستونزې او په ځانګړي ډول د فلسطین د ستونزې لپاره حل لاره پیدا کولي شي.
 د یادونې وړ ده، چې سمیع الحق ډېر کله په افغانستان کې د طالبانو له جګړې ملاتړ کړی، خو په پاکستان کې یې بیا جګړه او جهاد ناروا بللي دي.