
فیلیپیني چارواکي وایي، د کای- تاک توپان او ځمکې ښویدنې د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې ۴۳ تنه وژلي او د سلګونه نورو د ژغورلو تمه هم نشته.
په دغه هېواد کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وایي، د کای- تاک په نوم دغه توپان د چین له جنوبي سیمو څخه د فیلیپين خواته روان دی، سخت بادونه ور سره مله دي، سیندونه طغیاني شوي او په ډېرو سیمو کې ځمګې ښویدلې دي، چې له کبله یې خلکو ته ځان او مالي زیانونه اوښتي.
په لومړيو رېپوټونو کې چارواکو ویلي وو، چې د دې طبیعي پېښې له کبله یوازې ۲۶ تنه وژل شوي، خو اوس څېړنو ثابته کړې ده، چې ۴۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ورک دی، چې کېدای شي تر خټو او خاورو لاندې شوي وي.
دوی وایي د ورکوشویو کسان د ژغورنې لپاره د بلډوزرونو په وسیله عملیات روان دي، خو ډېر کم چانس لیدل کېږي، چې دغه کسان دې ژوندي پاتې وي.