
په بین المللي چارو کې د فلسطین د رهبر سلاکار نبیل شعات د ټرمپ خبرې له ادولف هیتلر سره پرلته کړې دي.
نبیل شعات ویلي، ټرمپ داسې فکر کوي، چې نړۍ به د زور له لارې اداره کړي. شعات ویلي: «زما په اند د ټرمپ د تېرې ورځې څرګندونې، چې روسیې او چین ته یې د امریکا د دښمن خطاب کړی یوه پخواني دستان ته ورګرځي، هیتلر او ځینو نورو کسانو هم ورته نظر درلود، چې نړۍ به د زور له لارې اداره کړي. له اخلاقي او عملي اړخه هم دا شونې نه ده ان غیر ممکنه ده. دی نه شي کولی نړۍ د زور له لارې اداره او خپله کړي.»
د یادونې وړ ده چې امریکا د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت لپاره خپله سترایژي اعلان کړه. د امریکا له نوې ستراتیژي څخه موخه امریکا، چین، ایران او شمالي کوریا ته خپل زور ورښکاره کول و.