د امریکا او ازبکستان جمهور رييسانو د افغانستان لپاره د امریکا پر سترایېژۍ خبرې کړې

د امریکا او ازبکستان ولسمشرانو د یوې ټلېفوني اړیکې پرمهال د افغانستان لپاره د امریکا پر سترایېژۍ خبرې کړې دي.
 له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ډونالډ ټرمپ د یوې ټلیفوني اړیکې پرمهال د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره د سیمې پر حالاتو او او د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې وکړې.
په خبر پاڼه کې دغه راز راغلي، چې د امریکا ولسمشر په مرکزي اسیا کې د ازبکستان رول مهم وباله او د امریکا له ستراییژۍ څخه یې د ازبکستان له ملاتړه مننه وکړه.