نظر پوښتنه ښيي، چې یوازې ۳۵ سلنه امریکایان د ټرمپ له کړنو خوښ دي

د CNN شبکې د نظر پوښتنې له مخې یوازې ۳۵ سلنه خلک د ټرمپ له کارونو راضي دي او ویلي یې دي، چې له ټرمپ څخه ملاتړ کوي.
په غه نظر پوښتنه کې ۵۹ سلنه خلکو بیا ویلي، چې دوی د ټرمپ له کړنو ناراضه دي او ملاتړ یې نه کوي.
 د دې شبکې د خبر له مخې چې دا په امریکا کې لومړی ځل دی، چې د یوه ولسمشر په لمړي کال کې په دومره لوړه کچه خلک د خپل ولسمشر له کړنو ناراضه دي.
له دې وړاندې د Pew په نامه یوه بل تحقیقاتي مرکز نظر پوښتنه کړې وه، چې په هغه کې ۳۲ سلنه خلک د ټرمپ له کړنو راضي وو، چې دا د امریکا په ټول تاریخ کې تر ټولو بد وضعیت په ګوته کوي.