
له محلي ادارو څخه موخه ولایتي او د ولسوالیو ادارې دي. دغه ادارې چې تر دې مهاله لا هغومره فعاله نه دي څومره چې ښایي، له همدې امله په ولایتونو او ولسوالیو کې ستونزې، شکایتونه او د خلکو نارضایتي زیاته ده.
محلي ادارې د نظام جوړولو او د سیاسي نظام د مشروعیت د پراخولو مهم بسترونه دي، ځکه د محلي ادارو مسوولین یانې والي او ولسوال د ولایت او ولسوالۍ په کچه د ولسمشر ځانګړي استازي وي، مګر له بده مرغه ډېر کله دغه استازي ور سپارل شوی استازیتوب په ښه توګه نشي کولی.
ښایي د محلي ادارو اوسنی غیر فعال حالت د مقاماتو او ولس له لوري د دغو ادارو نه ارزونه وي او یا ولسي ارزونې ته د مسوولینو له لوري ارزښت نه ورکول وي. په هر حال د محلي ادارو اوسنی غیر فعال او محدود حالت نه د نظام، نه د هېواد او نه هم د ولس په ګټه دی. دغه حالت جدي بدلون ته اړتیا لري.
د محلي ادارو اکثره مسوولین له ولس سره په تفاهم او همغږۍ کې ستونزه لري. دوی لا هم په دې نه دي توانېدلي چې د ولس اساسي ستونزې درک کړي او بیا له ولس سره په ګډ تفاهم ورته اساسي حل لارې ومومي. حتی د محلي ادارو اکثره مسوولینو له ولس څخه ځانونه پټوي، دوی د خدمتګار پرځای د بادار روحیې له مخې له خلکو سره ناسم، عقده یي او شخصي چلند کوي. د دوی د دغه ناوړه چلند بیه حکومت او ولس ورکوي، ځکه ورځ تر بلې د حکومت د نفوذ ساحه محدودېږي او د افغانستان دښمنانو ته د فعالیت ساحه پراخېږي.
ترڅو چې د محلي ادارو مسوولین خپل چلند بدل نه کړي او خپلې ادارې د ولس په همکارۍ فعاله نه کړي او خلکو ته ښه خدمات وړاندې نه کړي، نو تر هغو به دوی هم د بندیانو په څېر د خپلو ادارو په چاردېوالیو کې کلابند وي.
مګر برعکس که د محلي ادارو مسوولین ولس ته ارزښت ورکړي. د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واوري او باور یې خپل کړي، نو باور دی چې د ولس او حکومت تر منځ شته واټنونه به کم شي. موجوده ستونزې به په اساسي توګه حل شي. د افغانستان دښمنان او ورانکارې ډله به د ولس په منځ کې نفوذ ونه کړای شي او ولس به تل د حکومت سره همکار او ملاتړي وي.
کله چې د نظام سیاسي مشروعیت د ولس په عامه افکارو کې تامین شي، نو د حکومت له لوري د فساد پر ضد مبارزه او د اصلاحاتو پروسه ورسره چټکه کېږي، ځکه د خلکو غوښتنو ته سم ځواب ورکول کېږي او خلک چې له فساد او بې عدالتیو څخه تر پوزې رسېدلي دي، نو په دې برخه کې به د حکومت بشپړ ملاتړ وکړي.
له بل لوري د محلي ادارو فعالولو او پیاوړي کولو سره د حکومتولۍ لیدلوری پراخېږي او خلک له دوه زړه توب او اضطراب حالت څخه راوځي او باور پیدا کوي. خلک د همدغه باور له مخې په ټولو برخو او چارو کې ونډه اخلي. د امنیت د تامین او د انکشافي پروژو په تطبیق کې د حکومت ملاتړ کوي او د دغه ملاتړ له برکته هم د حکومت برنامې اسانه، هم ارزانه او هم په ښه کیفیت او موثریت سره تطبیقېدلی شي.
د محلي ادارو د فعاله همکارۍ او همغږۍ له امله د سیاسي نظام د بریا لپاره نجیبه حلقه ایجادېږي. دا نجیبه حلقه همدغه بریالۍ محلي ادارې دي چې باید په منظم ډول یې ولسي ارزونه وشي.