امریکا: شمالي کوریا د روان کال په نړیوالو سایبري بریدونو کې لاس درلود

سپینه ماڼۍ وايي، شمالي کوریا د روان کال د پيل په نړیوالو سایبري بریدونو کې لاس درلود.
 سپينې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، شمالي کوریا د روان کال په هغه سایبري بریدونو کې لاس درلود، چې د نړۍ په کچه یې میلیونونه کمپیوټرونه او شبکې زیانمنې کړې.
 امریکا ادعا کوي چې دغه خبره د کره سندونو او شواهدو له مخې کوي. د سپينې ماڼۍ د سایبري امنیت مشر ټام بوزرت ویلي، امریکا کره اسناد تر لاسه کړي، چې شمالي کوریا د روان کال په نړیوالو سایبري بریدونو کې لاس درلود.
د ده په وینا د شمالي کوریا دغه کړنه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې عمل دی او په دې اړه به نورې څېړنې هم کوي.