د غیر اخلاقي تورونو له کبله د امریکا د فدرال یوه قاضي له دندې استعفا کړې ده

په امریکا کې د فدرال یوه قاضي الکس کوزینسکي له دې کبله له خپلې دندې استعفا کړې ده، چې د غیر اخلاقي کارونو تورونه پرې لګېدلي دي.
 د راپورونو له مخې الکس کوزینسکي، چې تر ډېره په خپله دنده کې بریالی او د لوړ شهرت درلودونکی و، خو په دې وروستیو کې پرې د غیر اخلاقي کړنو تورونه پورې شول، چې نوموړی یې استعفا ته اړ کړ.
 ویل کېږي پر دغه قاضي د جنسي تېري ۱۵ تورونه لګېدلي دي. الکس کوزینسکي د خپلې استعفا د وړاندې کولو پر مهال ویلي(( دا چې د امریکا په نهمه حوزه کې د فدرال محکمه د لوړ اعتبار لرونکې ده، نو نه غواړم، چې د ځینو کسانو د شخصي کړنو له کبله زیان ووینی، له خپلې دندې استعفا کوم او بښنه غواړم.)) دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا د کانګرس یوه غړي له دې کبله ځان وژنه کړې وه، چې پرې د جنسي ځورونو تورونه لګېدلي و.