
ما ډېر کم د مړو کلیزې لمانځلي او په هر چا ویاړ او افتخار هم ډېر سالم نه راته ښکاري؛ خو کله چې هر کال د لیندۍ میاشت 23 نیـټه رارسېږي، عذاب وجدان مې په سر واخلي. دا هغه ورځ ده چې افغان ولس د یوې ځلانده اسطورې د ډوبېدو شاهد پاتې کېږي او د ناامیدۍ یوه ژوره ساه اخلي.
هو غواړم د کرنې د پخواني وزیر ډاکټرعبدالوکیل په اړوند خپل زړه درسره تش او ذهن ارامه کړم. د ډاکټر عبدالوکیل یادونه تاسو معمولا په سیاسي، دولتياو ... مجلسونو کې کم اوری خو کله چې کلیو، بانډو، ولسونو، بزګرانواو ... سره د هغوی په لیمڅي کینئ او یوه ټوټه زېړه ګوړه هم درته ایښي وي او دوی یې خواږه خواږه یادونه درسره شریکوي، د زړه تڼاکې مو پرې چوي او له ځانه سره د یوه علمي او اکډميک شخص په حیث په ځانکړې توګه که ځوان وې یو ذهني انځور جوړوې او وایی چې څه کولی شې.
ډاکټر عبدالوکیل چې ډېر ځله په ډاکټر وکیل پيژندل شوی دکابل په غازي لېسه کې یې ښوونځی پای ته ورسوو، په کرنه کې یې په هندوستان کې لیسانس واخیست، ماسټري یې په انګلستان کې اخیستې اوډاکټري (PHD) یې دامریکا په متحده ایالاتوکې پای ته ورسوله او له ډاکټرۍ وروسته افغانستان ته راستون شواو د ده په خپله وینا چې تل یو باسواده دهقان پاتې شو.
لومړنۍ دنده یې په دارالمعلمین کې د هېواد بچیو ته له تدریس څخه پيل کړه، دلته ښه وځلید او د وخت د دولت د لزوم دید له مخې هلمند ته ولاړ او هلته د هلمنددوادي دپروژې مرستیال اوبیا دهمدې پروژې رئیس شو. نوموړی له مسلک سره له خورا مینې او له خلکو سره د خورا نږدېوالي له کبله بیا د وخت د شاهي دولت له خوا د ملي شورا غړی شو او بیا د مرحوم داود خان د جمهوریت پر مهال د کرنې وزیر شو او د داسې یوه وزیر کارنامې یې پرېښودې، چې بیا به یې د افغان دولت د وزیرانو کابینه تکرار نشي کړی او دا خبره په خورا جرات کوم او له اوسنیو وزیرانو سره خو قطعاْ د مقایسې وړ نه دی.
وروسته له دې نور ډاکټر عبدالوکیل د وزیر صاحب په نوم مشهور شو او کله به چې د وزیر صاحب نوم یاد شو نور خلک پوهېدل چې څوک او څنګه، وزیر صاحب د افغانستان د موډرنېبڼوالۍ بنسټ ایښودونکی دی. کله چې وزیر و افغانستان یې د اسیا کندو کړ، له اکثره هیوادونو څخه یې افغانستان ته د میوېلرونکو نیالګیو نسلونه راوړل او د هر ولایت د خاورې مطابق یې د میوو او باغونو بوټي وکړل او شین څادر یې په افغانستان وغوړوه. کله چې د دولت له چوکاټه او رسمایتو راووت بیا یې په ADA,COAR,VITA,AIA او نورو مشهور مؤسسو او بنسټونو کې کار وکړ او د هیواد ګوټ ګوټ ته په خپلو پښو ولاړ او خپلې څېړنې اوخدمتونه یې جاري وساتل او دا خدمتونه یې له وزارته وروسته ډېر او چټک شول.
د وزیر صاحب ډېرې علمي مقالي په ډېرو علمي او معتبرو ژورنالونو کې خپرې شوې او تر اوسه یې د کرنې وزارت کارکونکي او متخصصین په طرحو عمل کوي. وزیر صاحب د نړۍ د وخت د متخصصینو په قطار کې یوازینی افغان متخصص و چې ډېر حساب پرې کېده، وزیر صاحب په خپل کار کې نوښتګر او خلاق انسان و، کارونه یې کاملا علمي وو؛ یانې اول یې تشخیص او بیا یې عمل کاوه. وزیر صاحب د فقر په وړاندې د افغانستان یو تر ټولو ستر مبارز و. له نوښتونو او اثارو یې ګاونډیو هېوادونو تر موږ ډېرهګټه واخیسته او نن سبا یی موږ د زراغت وده او پرمختګ وینو.په ظاهره ډېر نه یادېږي خو په ډېرو زړونو کې یې ځان خښ کړی، هره ورځ چې تېرېږي په خلکو کې یې قدر ډېرېږي او همدا دلیل و چې څو ځله خلکو په خپله پرته له کومې دولتي مرستې د نومړي د مرګ ورځ یانې د لیندۍ ۲۳مه ولمانځله او د ده په پلرني ولایت میدان وردګو په مرکز کې یې د ده په یاد یو څلی هم جوړ کړ چېپه دې برخه کې غواړم د میدان وردګو د ولایت له ځوانانو څخه د زړه له تله مننه وکړم، ځکه د ښوخلکو یاد او تاریخ هم یوازې ښه خلک تازه کولی او یادولی شي.
وزیر صاحب له خپل علم څخه عملأ استفاده وکړه او تل به پخپله لاس په کارو. جالبه خو دا وه، چې په هیڅ بنسټ او موسسه کې یې د معاش او امتیازونو غوښتونکی نه و، وزیر صاحب د مرګ تر وروستي وختهپورې خپلو کارونو او هڅو ته دوام ورکړ، په وزیر صاحب زما د ویاړ یو دلیل دا دی، چې د نوموړي لاسونه د هیڅ افغان په وینو سره نه دي او ماته یې همدا د تقدس او سپڅلتیا یو خورا لوی دلیل دی. نوموړي بمونه او مینونه نه جوړول باغونه یې جوړول چې انسانانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ او اروایي روغتیا زمینه برابره شي. په امریکا کې یې دکتورا اخیستې وه خو ترآخره له کلیوالو او بزګرانو سره په محلي جامو کې ګرځېده. ویل کېږي چې کمې خبرې یې کولې او ډېر کار یې کاوه؛ یانې د خبرو ګوډی نه و، د عمل زوی و. تل په کلیو او باڼډو کې په باغونو ګرځېده او که به کوم بزګر خپلې ونې او باغونه ښه روزلي وه جایزه به یې ورکوله او هڅاوه به یې. له اروايي اړخه یې د یوه سالم انسان ټول خصوصیتونه او وړتیاوې درلودې.
په هيڅ بل هېواد کې یې د تابعیت او ښه ژوند لپاره پاتې نه شو. هېڅکله یې ځان په کوم سمت او ولایت پورې ونه تړلو. ویل کېږي چې یو پرهېزګاره او با تقوا انسان و او د ریښتینواتلانو په څېر له مرګ وروسته وپېژندل شو او هغه خبره ریښتیا شوه، چې د شرق عالم د له مرګه وروسته ژوندی شي، کاش لږ نور هم ژوندی وی چې پاتې سپېره افغانستان یې هم شین او زرغون کړی وی.
وزیر صاحب روحدې آرامه او یاد دې تل پاتې اوسه. له خپل مسلک سره مینه مې له تا زده کړه!