ولې بېړه لرو دا کومه اروايي ستونزه ده؟

د روژې په ۱۸ ورځ پيغام راغی، چې د کوچني اختر د رارسېدلو لپاره وړاندې له وړاندې تاسو او ستاسو درنې کورنۍ ته مبارکي وایم. ما چې حساب وکړ د اختر تر ورځې 288 ساعته پاتې وه او مبارکي معمولآ ساعتي او ورځنۍ وی لکه کلیزه د مبارک شه، د فراغت ورځ د مبارک شه، د جمعې ورځ د مبارک شه او داسې نور... د سړک په سر مې ډېر داسې ځوانان ولیدل چې مسج یې کوو, او تر سړک له تيريدو یې هم حوصله نه کوله، د موټر په سر د فیسبوک او مسجونو لېږل خو ډېر ځله لیدل شوي او دا هغه څه دي چې د ډېرو انسانانو سرونه یې وخوړل.

په هر حال پرته له دمې منډې وهل، پرته له خوند اخیستلو د خوړو خوړل په ټوله کې ستړی ژوند یو ډول اضطراب دی نوره کیسه به پرېدو صرف په همدې به قناعت سره وکړو چې دا پايله به يې څه علت لري؟ او څنګه له دې حالت نه خلاصون پيدا کړو؟

پاسکال نوو یو معاصر اروایي شنونکی (روانکاو) وایی: « موږ په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو چې فعالیت او کړه وړه په کې تحسین کېږي، هغوی چې د سمندر څپوو ته ګوري ټنبل بلل کېږي!» پاسکال همدا ډول زیاتوي هر څومره چې ډېر کار وکړو ښه يو، خلک تل ځان د نورو په سترګو کې ویني او غواړي چې خلک یې ومنې ، تل هڅه کوي چې په خپل نفس ټیټ باور جبران کړي په واقعیت کې هغوی هڅه کوي له خپل وجود نه بهر نفوس پيدا کړي او په خپل وجود کې دننه د ځان په اهمیت پسې نه ګرځي او دا هغه خلک دي چې خپل وخت ډک کوي خو خپلې خلاوې نه ډکوي.

په ټوله کې د ارواپوهانو له نظره د خلا او د ناامنۍ احساس دوه هغه څه دي چې د پورتنۍ بېړې او ورته ډېرو ستونزو لامل ګرځي او دا دواړه احساسونه هغه څه دي چې باید بشپړ وڅېړل شي.

پیر ایو ګوریو د حرکت درملنې په برخه کې متخصص دی او په دې برخه کې ځينې وړاندیزونه لري چې په لنډو ټکیو کې یې درسره شریکوم:

ځان ته حق ورکړئ، چې کله ناکله وګرځی، په کافي شاپ کې قهوه وڅکئ، لاسي ټيلفون ګل کړئ، منځرو ته وګورئ، په لومړیو وختونو کې دا کار لږ لږ وکړئ تر څو مضطربه نه شئ او بیا وروسته کار پيل کړئ.

په دغه برخه کې زما سپارښتنه دا ده چې د زړه درزا ته مو هم پام وکړئ، خپل احساسات ومنئ، خپل نظر او خپل ځان ته لومړيتوب ورکړئ او ځان ته له بل هر څه ډېر پام وکړئ.

پاسکال نوو وايي دا چې خپل لومړیتوبونه څرګند کړئ له ځانه وپوښتئ چې همدا اوس تر هرڅه ډېر څه مهم دي: په بېړه غواړې خپلې موخې ته ورسېږې که په هوسا او آرامه توګه؟ د دې پرځای چې په بېړه یو کار وکړې هڅه وکړئ، چې کار په سم ډول ترسره کړئ، په دې ډول به ډېر خوند واخلئ او ځان او هوساینه به هم ومومئ او په خبره او کار به مو هم سر خلاص شي.