جنسي روږدتیا

په نړې کې له ۹۰ سلنې ډېر نارینه په جنسې روږدتیا اخته دي او په دې برخه کې افراط کوي چې د نړۍ په کچه شاوخوا د ټولو جنسې تیریو او تاوتریخوالو یو لوی لامل همدا جنسې روږدتیا بلل کیږي. جنسې روږدتیا د جنسې ګډوډیو یو تر ټول لوی لامل هم دی، چې که کنټرول نشي په نړۍ کې به د جنسې تېریو ناخوالو او ګډوډیو کچه په بې ساري ډول لوړه شي.

په همدې اړوند مو دا موضوع غوره کړه او بحث پرې کوو که تاسو هم کومه پوښتنه لرئ له موږ سره یې شریکه کړئ.

ښایي د جنسې روږدتیا په اړوند مو په ذهن کې بېلابېلې پوښتنې راولاړې شوې وي چې دا به څه ډول روږتیا وي په هر حال په جنسې اړیکو روږدتیا یا جنسې روږدتیا د جنسې تمایل او شوق نه کنټرولولو ته وايي په دې مانا چې هرکله یې چې جنسې لېوالتیا پیدا شي په جنسې اړیکه لاس پورې کوي.

د ماشومتوب تجربې یې ترټولو لوی لامل بلل کیږي او په نارینه وو او میرمنو کې یې تر ډېره اغېزې لیدل شوي، همدارنګه هر کله چې جنسې اړیکې اجباري او وسواسي حالت غوره کوي او د ژوند نورې چارې ګډوډوي جنسې روږدتیا بلل کېږي او په ناروغۍ او نه ناروغۍ یې لا فیصله نه ده شوې.

هغه کسان چې په جنسې روږدتیا اخته وي یوازې جنسې اړیکې ورته ټول ژوند ښکاري د دوی په ژوند کې له جنسې اړیکو پرته بل هېڅ هم ارزښت نه لري، لکه په کوکاینو روږدي کسان چې تل د نشه یی توکو په لټه کې وي تر څو یې له سمو یا ناسمو لارو پیدا کړي دوی هم د جنسې اړیکو په لټه کې وي چې ډېرځله په جنسې تېریو لاس پورې کوي او جنسې بې لاریو ته مخه کوي.

په دې ګډوډۍ اخته کسان ډېرې او شدیدې جنسې اړیکې نیسي او هڅه کوي تر څو په جنسې اړیکو کې ناکام شي د دې روږدتیا د له منځه وړلو په موخه خپلو جنسې اړیکو ته یو منظم پروګرام جوړ کړئ په عملي کولو کې یې له ځان سره کلک هوډ وکړئ او خپل جوړ کړي پروګرام ته ژمن اوسئ، ټول هغه زیانونه چې وړاندې درته رسیدلي او یا په راتلونکي کې درته رسېږي وې لیکئ او په ذهن کې د هر یوه زیان پایلې وسنجوئ تېر په هېر او راتلونکي ته مو پوره پام وکړئ.

د هغو بدلونونو لیکل پیل کړئ چې راروانه اوونۍ یې باید په ځان کې راولئ او هره ورځ یو یا دوه بدلونونه عملي کړئ، له کورنۍ، ملګرو او خپلوانو سره مو اړیکې له سره ورغوئ د هغوی کور ته ورشئ په چکر ولاړ شئ او اړیکې مو ورځ په ورځ پراخه کړئ.

هغه لاملونه چې جنسې روږدتیا ته مو هڅوي ترې لرې شئ د بېلګې په ډول لوڅ فلمونه، لوڅ عکسونه، نامناسب چاپېریال او نامناسبې جامې، ټول فلمونه، عکسونه، لیکنئ، مجلې او اړوند کسان چې جنسې اړیکو ته مو پاروي له ځانه لرې کړئ او خپلي اړیکې مو له اړوندو خلکو او شیانو سره پرې کړئ.

فکر وکړئ چې څوک او څه شی مرسته درسره کولی شي هغه ټول شیان لیست کړئ همدارنګه د خپلو دې ناوړه چارو بدیل پیدا کړئ او کراره کراره مو ناوړه چارې په روغو چارو بدلې کړئ، ایمیل، خواله رسنۍ او مبایل ته مو ورشئ او ټول هغه کسان ترې لرې کړئ چې یادو چارو ته مو پاروي.

هغو ځایونو، خلکو، کړنو او عادتونو څخه لرې شئ چې تاسو دې کار ته اړباسي همدارنګه له ډلییزو نشو او تماشو څخه په کلکه ډډه وکړئ ځکه له نشې وروسته هم انسان خپل کنټرول له لاسه ورکوي او ښایي جنسې بېلارۍ هم رامنځته شي.

ښایي کومه اروایي ګډوډي ولرئ په همدې موخه ګامونه پورته کړئ ډېرځله په باډر لاین ګډوډۍ اخته کسان خپل جنسې کنټرول له لاسه ورکوي هغوی په هره کړنه کې دوه قطبي عمل کوي نو په دې چارو کې هم کله روغ خو کله بیا له کنټروله وځي.

https://www.youtube.com/watch?v=D6ouUZnV0X0
پایله: باید وویل شي چې جنسې روږدتیا او کنټرول له لاسه ورکول په ټولنه کې د جنسې تېریو ناخوالو او جنسې تاوتریخوالي لامل ګرځي په یاده ګډوډۍ اخته کسان کله چې له کنټروله ووځي ښايي نور مقابل لوری ووژني او یا جسمي زیان ورته ورسوي یا د مخالف جنس عزت تباه کړي چې زموږ په کلتوري ټولنه کې به یې پایلې تر کچې ډېرې بدې او خطرناکې وي نو ښه دا ده چې پر وخت یې غم وخوړل شي او هر څومره ژر چې کېږي د درملنې په موخه یې اړین ګامونه پورته شي.