ټرمپ وايي امریکا به د زور له لارې سوله راولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا غواړي د زور له لارې سوله راولي.
 ده ویلي نوې ستراتېژي به یې بریالۍ وي، که هر ډول وي سوله به راولي ان که په زور هم وي.
ده ویلي، په نوې ستراتېژۍ کې یې د سایبري او الکترو مقناطیسي حملو پر وړاندې مبارزه هم شامله ده. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، ډېر کله خبرې پایله نه ورکوی، نوبیا موږ بله لار هم لرو، چې سوله را ولو هغه له زور څخه ګټه اخیستل دي.