
د پاکستان رسمي خبري آژانس د خبر له مخې په ډي آی خان کې د پاکستاني پوځیانو په موټر پسې چاودنه شوې ده چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې ماین د سرک پر غاړه ایښودلی شوی و چې د ریموټ کنټرول په وسیله اداره کیدلو.
پاکستاني چارواکي وایي چې په سیمه کې سمدلاسه د پلټنې عملیات پيل شوي دي او سیمې ته لوړپوړي کسان هم رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر پاکستان پولیسو او پوځیانو ګڼ بریدونه کیږي چې بیا یې دا ظالم پوځ غچ له ملکي خلکو څخه اخلي.