عراقي کردستان چارواکي وایي عراقي پوځ پر دوی برید ته تیاری نیسي

د عراق کرستان چارواکو اندېښنه څرګنده کړې ده چې د عراق پوځ غواړي د دوی پر پېشمرګه ځواکونو یو ځل بیا نظامي عملیات تر سره کړي خو د عراق دولت دا ادعا رد کړې ده.
کردان وایي چې د عراق دولت غواړي دا ګام د هغو عملیاتو بشپړولو لپاره واخلي چې په تیر اکتوبر کې یې په یاده سیمه کې وروسته له هغې چې عراقي کردانو د خپلواکۍ اعلان وکړ پیل شول.
خو د عراقي پوځ ویاند دا ادعا په کلکه رد کړې ده.
د عراق کردستان او عراق مرکزي دولت ترمینځ وروسته له هغې مخالفتونه رامینځته شول چې په کردستان کې د خپلواکۍ په خاطر ټولپوښتنه ترسره شوه.