د امریکا متحده ایالاتو تیره ورځ، د قدس په هکله د عربي هېوادونو چمتو شوې طرحه، چې د مصر لخوا ليکل شوې وه ويټو کړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دايمي استازې نيکي هيلي، د طرح تر ويټو کيدو وروسته ویلي، چې هېواد يې په منځني ختيځ کې د سولې د رول ساتلو لپاره دغه طرحه ويټو کړې.
د یادونې ده، چې د امنيت شورا پاتې ۱۴ تنو غړو د دې طرحې سره موافق وو.
د مصر لخوا په طرحه کې لیکل شوي: «هر هغه پرېکړه یا اقدام، چې د بیت المقدس ماهیت، جمعیت، موقعیت یا ترکيب کې بدلون راولي، هيڅ قانوني بنسټ نه لري او بې ارزښته او بې اعتباره دي، باید د امنيت شورا د پرېکړې لومړني حالت ته راوګرځول شي.»
د امریکا استازې تر رای ورکوونې مخکې په خپله وینا کې ويلي وو، چې دوی به د طرحې سره مخالفت وکړي.
د منځني ختيځ په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولای میلادینوف په خپله وينا کې له اسرائيلو غوښتي وو، چې د فلسطینیانو په سیمه کې دې د ښارګوټو جوړولو چارې ودروي.
وروستي