
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ادعا کړې ده چې د نړۍ تر ټولو دروغجن انسان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی.
ورځپاڼه وایي چې نوموړي د خپلې واکمنۍ په ۲۹۸ ورځو کې ۱۶۲۸ځله دروغ ویلي دي چې د اثبات لپاره یې هیڅ لاسوند نه لري.
سرچینې لیکلي دي چې نوموړی پر خپلو درغو نه دی پېښمانه او نه هم شرمیږي بلکه بار بار بیا هم دروغ وایي، د دروغو ادعاوې او ژمنې کوي خو تل پاتې راځي.
د امریکا ولسمشر او امریکایي رسنیو ترمینځ شخړه هم وروسته له هغې پيل شوې ده چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.