
د لبنان امنيتي ادارې وړمه ورځ د ډسمبر په ۱۶ مه، د «المتن» په ګړندۍ لویه لاره کې، د يوې بریتانوۍ ميرمنې جسند موندلی.
د «النهار» ورځپاڼې د رېپوټ له مخې، وژل شوې مېرمن «ربکا ډایکس» ده، چې یوه بریټانیايي کارکوونکې ده.
د رېپوټونو له مخې، دغه ۳۰ کلنه ميرمن مخکې له دې چې ووژل شي، د «الجمیزه» په تفریحي سیمه کې وه او د پولیسو په وینا، چې نوموړې د قاتل لخوا تربته (خفه) کړل شوې.
بریتانوي رسنيو هم د نوموړې ميرمنې د مرګ پخلی کړی دی.
د لبنان پولیسو د پېښې په هکله پلټنې پيل کړي.
ميرمنې ډایکس د بریتانیا په سفارت کې د نړيوالې پراختیا د پروژو جوړونې مديره وه.