په نېکو اخلاقو مو ژوند ښکلی کړئ!

د اسلام مبارک دین په ټولنیز ژوند کې د غوره اخلاقو په اړه ‌‌‌‌‌‌ډېر ټينګار کوي او غوره مسلمان هغه کس ګڼي چې له نورو سره ښه سلوک کوي او نېکو اخلاقو څخه کار اخلي>

د اخلاقو په اړه د اسلام خوږ پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم حدیث شریف دی چې فرمایي: عن ابي هريرة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:اکمل المؤمنين ايماناً احسنهم خٌلقا و خيارکم خيارکم لنساءهم (رواه احمد)>

له ابوهريره رضی الله عنه روايت دیچې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:په ټولو مؤمنانو کې د کامل او پوره ايمان درلودونکی هغه دی چې اخلاق يې ښه وي او په تاسو کې غوره هغه دی چې د خپلو ښځو لپاره ښه وي.

نو له دې حدیث شریف څخه معلومېږي چې د اخلاقو په اړه د اسلام په مبارک دین کې ‌‌‌‌‌‌ډېر ټینګار شوی او د پوره ایمان لرونکی شخص هغه ګڼل شوی چې اخلاق یې ښه وي او له نورو مسلمانانو سره یې چلند نېک او مناسب وي.

خو دا چې غوره ټولنیز اخلاق کوم دي ددې لپاره ضرور ده چې باید تر هر څه د مخه د غوره ټولنیزو اخلاقو پر تعریف پوه شو، چې په دې ‌‌‌‌‌‌ډول یې په لنډو ټکو کې تشریح کولای شو.

د دوه تنو تر منځ په ښه توګه له یو بل سره د اړیکو پالل، یو بل ته درناوی، حق ته حق ویل، باطل د باطل په توګه پېژندل او هغه ته باطل ویل او د ژوندانه په چارو کې، له نورو سره په نېکو اخلاقو له یو بل سره پاللو ته غوره اخلاق ویلی شو.
 
پورته یاد شوي صفات د غوره او نېکو اخلاقو د خاوند بیلګه ده، خو ددې پر عکس بیا د بدو او خرابو اخلاقو ‌‌‌‌‌‌ډول هغه دی چې د انسان پر شخصیت ناوړه اغېزې کوي او په ټولنه کې خلک ورته په سپک نظر ګوري.

په ټولنیزه بڼه د هرې سیمې، هېواد او ټولنې اخلاق له یو بل نه توپير لري چې غوره یو یې بیا اسلامي اخلاق بلل کېږي چې تر نورو باید ‌‌‌‌‌‌ډېر لومړیتوب ورکړل شي.
 
د بېلګې په ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډول که راشو دې ته چې په اسلامي او غیر اسلامي ټولنو کې وګړي د مشرانو او لوړ عمر لرونکو کسانو سره څه ‌‌‌‌‌‌ډول چلند کوي او څنګه له هغوی څخه ساتنه کوي، نو په طبیعي ډول دې پایلې ته رسېږو چې په اسلامي ټولنه کې د غیر اسلامي ټولنې په پرتله له مشرانو او سپین ږیرو سره په خورا غوره طریقه او پوره درناوي چلند کېږي او د هغه کورنۍ او اولادونه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ یې تر څنګ پاتې کېږي او ساتنه یې کوي، په داسې حال کې چې ددې موضوع په اړه په غیر اسلامي ټولنه کې برعکس ناوړه او د بشریت سره په ټکر کې چلند کېږي، داسې چلند چې زموږ په ټولنو کې هغه یو لوی سپکاوی ګڼو او خلکو ته د منلو وړ نه دی.
د نېکو اخلاقو درلودونکي کسان تل بریالي وي په خپلو چارو کې برلاسي وي او په هغه څه چې ترسره کوي یې پوره حاکم وي او د ژوند په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې د ټولنې وګړي ورسره په سمه توګه چلند کوي نه یوازې دا چې په ژوند یې مثبت اغېز لري، بلکې د اسلام له نظره هم لوړه مرتبه لري چې دا یوه لویه بریا ګڼل کېږي.
 
د غوره اخلاقو په درلودلو سره انسان کولای شي ‌‌‌‌‌‌ډېری ناشوني چارې شوني کړي لکه څنګه چې د نرمښت په اړه یو مشهور متل هم لرو چې وايي نرمه غاړه توره هم نه پرېکوي.

په ټولنیز ژوند کې پرته له ښو اخلاقو او ټولنیزو نزاکتونو موږ نشو کولای په آسانۍ سره خپلې چارې پرمخ بوزو، ځکه چې له هغې پرته د وګړو ترمنځ د جګړو او شخړو سبب ګرځي د بېلګې په توګه که د یوه کار د ترسره کولو په موخه له یوه چا نه په درناوي غوښتنه وشي نو هرو مرو مقابل لوری د هغه غوښتنه مني او که د زور او کبر موضوع ترمنځ راشي نو برعکس د ‌‌‌‌‌‌ډېرو جنجالونو او شخړو سبب کېږي.

ځکه نو غوره خبره دا ده چې لومړی له خپله ځانه پیل وکړو او خپل ځان په غوره اخلاقو سمبال کړو او بیا په دوهم قدم کې نور دې ته وهڅوو چې ټولنه کې د غوره اخلاقو څخه کار واخلي، ترڅو په دې سره هم دا دنیا ښکلې کړو او هم د خپل آخرت لپاره کار وکړو.