د دمشق په لویدیځ بیت جن کې د سوري ځواکونو او دولت مخالفو وسله والو ترمینځ په نښته کې ۵۸ سوريې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کیږې چې په یادو نښتو کې ۲۳ د بشار اسد پلوي ځواکونه وژل شوي دي او ۳۵ نور یې ټپیان دي.
په وژل شوو کې د بشار اسد دولت د پوځ ځینې افسران هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت له خوا په توغول شوي توغندي کې لس تنه ملکیان وژل شوي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شته.
دا په سوریه کې د داعش له ماتې وروسته د جګړو د لړۍ دوام دی.
وروستي