د سپینې ماڼې مخې ته یو لړ خلکو د قدس په اړه د ټرمپ پریکړې پر وړاندې لاریون وکړ

د امریکایي رسنیو د خبر له مخې یو لړ مسلمانانو، مسیحیانو او یهودانو په واشنګټن کې د سپینې ماڼې مخې ته لاریون وکړ.
نوموړو خلکو چې د فلسطین بیرغونه یې په لاسونو کې وو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ وروستۍ پریکړې پر ضد شعارونه ورکول.
دوی ویل چې فلسطین د اسراییلو له خوا استعمار شوی دی او په حقیقت کې بیت المقدس د فلسطین پلازمېینه ده.
دوی د ټولو هیوادونو وغوښتل چې په اسراییلو کې دې خپل سفارتونه وتړي او له امریکا یې وغوښتل چې له اسراییلو سره دې ټولې مرستې بندې کړي.
د ټرمپ وروستۍ پریکړې د نړې په ډېرو هیوادو نو کې غبروګونونه راپارولي دي.