اردوغان وایي که قدس مو له لاسه ورکړ نو له مکې به دفاع ونشو کولی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا د قدس په موضوع کې منځني ختیځ ته یو بم راګوزار کړی دی.
نوموړي د بیت المقدس له لاسه وتل د نورو اسلامي پلازمېینو له لاسه وتل بللي دي.
اردوغان چې پرون ماښام یې په اسلامبول کې خبرې کولې وویل چې که چیرې مو قدس له لاسه ورکړ دا په دې مانا ده چې د مدینې څخه به هم ننګه ونشو کړای او کله چې مدینه هم له لاسه ورکړ نو د مکې څخه به هم ملاتړ ونشو کړلی او کله چې مکه له لاسه ورکړو نو بیا به زموږ کعبه نه وي.
اردوغان زیاته کړه چې د امریکا دولت د دې پریکړې پر وړاندې به یو لړ لازم ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د ترکیې په بلنه د اسلامي هیوادونو همکارۍ سازمان غونډه هم د قدس په اړه راغوښتل شوې وه.