د فلسطین په لویدیځه غاړه او غزه کې د فلسطینیانو له خوا په لاریونونو او نښتو کې د اسراییلو په ډزو کې ۴تنه فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي دي.
په یادو نښتو کې د ۹۰۰ په شاوخوا کې نور کسان ټپیان شوي دي چې د اتو تنو حالت یې د اندیښنې وړ دی.
دغه ناارامۍ وروسته له هغې رامینځته شوې چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېینې په توګه وپيژندلو.
له شیهدانو یې دوه تنه د اسراییلو تر واک لاندې لویدیځه غاړه کې او دوه نور یې په غزه کې دي چې د اسراییلو په مستقیمو ډزو کې په شهادت رسیدلي دي.
وروستي