د امریکا پارلمان پر ایران باندې د الوتکو د پلورلو د بندیز طرحه تصویب کړه

د امریکا پارلمان داسې يوه طرحه تصویب کړه، چې پر بنسټ به يې پر هغه معاملاتو څارنه زیاته شي، چې له ایران سره د الوتکو د پلورلو پورې تړاو ولري او همداراز يې ایران باندې د بوينګ او ايرباس الوتکو پلورلو باندې هم بنديز ولګولو.
د دغه طرحې د تصویب لپاره ۲۵۲ موافقې او ۱۶۷ مخالفې رایې وکارول شوې.
د امریکا پارلمان ایران په دې تورنوي، چې له مساپروړونکو الوتکو د ترهګريزو فعالیتونو او وسلې د لېږد او سوريې او نور هېوادونو ته د ملیشو د انتقال لپاره کار اخلي.
دغه طرحه تر پارلمان وروسته سنا ته لیږل کيږي، تر څو د قانون بڼه غوره کړي.