روان کال ۲۰۱۷ د میرمنو د پیاوړتیا کال نومول شوی، دې کال کې په ټوله نړۍ کې د ښځو د پیاوړتیا او توانمندۍ، حقوقو او ګڼو نورو برخو کې کار کیږي او پر پیاوړتیا يې خبرې اترې کیږي.
په پرمختللي نړۍ په ځانګړي توګه په لویدیځ کې ګڼ شمیر میرمنې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، تبعیض، مالي خپلواکۍ، او په تمامه مانا زده کړو ته د لاسرۍ په برخه کې مبارزه او په چټکۍ سره قدمونه اخلي.
دا میرمنې دي چې په ټوله نړۍ کې په متفاوت ډول د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوي او زما خپل آند داسې دی، چې د میرمنو ستونزې او محرومیتونه د خلکو، ټولنې او چاپیریال پورې تر ډیره اړه نه لري، او دلیل یې هم دا دی چې یوې نړېوالې معتبرې ټولپوښتنې دا ښوولې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډيرې نښې په منځي ختیځ او امریکا کې دي. د شمیرو له مخې د امریکا په څیر هیواد کې د ورځې په اوسط ډول درې میرمنې د خپل ملګري له لورې وژل کیږي، خو دا خلک په چټکۍ د بې عدالتیو پر وړاندې غږ پورته کوي او په رښتینې توګه د ټولو ښځو لپاره یو ډول عدالت او برابری غواړي. ولې متاسفانه زمونږ په هیواد کې بیا هر څه بل ډول دی، دلته ډیرې خبرې د فیسبوک او شعار پورې محدودې دي هره فعاله یا نافعاله میرمن غواړي د شهرت د پیدا کیدو لپاره د مبارزو او پیاوړو نجونو له احساساتو استفاده وکړي او ټاکلی هدف ته ځان ورسوي.
دلته مبارزه په ټولنیزو رسنیو کې خورا په ښه توګه انعکاس کوي؛ خو بدبختانه په رښتینې ژوند کې بیا همدغه یوشمیر کړۍ دي چې د میرمنو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې همغومره ونډه لري لکه چې یوشمیر نارینه يې لري.
په لودیځه نړۍ کې تر ډیره هغه میرمنې ستایلې کیږي چې په ټولیزو رسنیو کې شعار ورکوي او په حقیقې ژوند کې یې عملي کوي، دوی کوښښ کوي چې میرمنو ته کار وکړي فرق نه لري چې د کوم هیواد دي، یا کوم ښار دی یا ولایت، ولې زموږ په هیواد کې دا خبرې بیا سرچپه دي!!!
که د وکیل، والي، مشاور یا وزیر لور وي او په خاورو هم نه وي خبره او د نورو خلکو او مشهورو خلکو ویناوې په خپل نوم وژباړي نو ټول خلک ورته چکچکې کوي او د کارمیرمن يې بولي، ولې یوه بله بې کسه او بې وسه نجلۍ چې د بزګر یا هم معلم لور وي او په ریښتینې مانا عملي مبارزه کوي او کار يې هم ټولو ته معلومه وي بیا نه یوازې دا چې څوک يې پروا نه لري بلکې پر وړاندې خنډونه هم جوړیږي او په کار يې ریشخند وهل کیږي.
زما پدې لیکنه زه نه غواړم چې خدای ناخواسته د کوم چا توهین وکړم ولې دا راته د لمر په څیر روښانه شوې، چې کله هم په هغو میرمنو چې د بې مفهمومه او بې ګټې کیسو لپاره د میرمنو لپاره ګروپونه جوړ کړي که د میدان ته د راوتلو او ټولو ته دعدالت غوښتنه وکړې د مچیو په شان تور خوري او سپکه او سپوره کوي دې او ځکه دا کار دوی کولای شي چې د کار خلک یوازې دي او دوې ګروپونه لري.
زما وړاندېز دا دی: راځئ! په ګډه او پرته له هر ډول تبیعض څخه د هیواد ټولو میرمنو ته پرته له امتیازه کار وکړو او میرمنو ته اجازه ورکړو چې د خپل فکر اظهار وکړي او هرڅه چې ورته ښه ښکاري ووایې نه دا چې د نورو خلکو خبرې په خپل نوم کړي او موږ ورته چکچکې وکړو دا ظلم دی زیاتی دی او د میرمنو په حق کې ناروا بولم.
په هر صورت راځم خپلې خبرې ته نړیواله سروې ښايې چې په ټوله نړۍ کې میرمنې باید چا پورې ځان ونه تړي او په پوره زړوتیا مبارزه وکړي دوی دغه خبره رایې اچونې ته هم وړاندې کړې چې نږدې ۶۷ سلنه میرمنو چې خپله يې پدې نظر پوښتنه کې برخه اخیستې د نن ورځې هغه بریالۍ میرمنې دي چې په یوازې ځان یې مبارزه کړې ده.
د همداسې ورځې په هیله چې افغان میرمنې هم له ټولو ستونزو خلاصې شي.
وروستي