
هغه درې تنو ښځو چي ډونالډ ټرامپ له ټاکنو مخکي په جنسې ځورونو تورن کړی وو، د ۲۰۱۷ ډسمبر په ۱۱ دوشنبې په ورځ په نیویارک کي خبري کنفرانس دایر او له کنگرې څخه یي د ټرامپ جنسې ځورونو په اړه د څیړنې غوښتنه وکړه.
د نړۍ ستر مدافع د بشري او دموکراتیکو حقونو (امریکا) په داخل کي د جنسي ځورونې ګراف مخ پر ډیریدو دی او حیرانوونکی داده چي د همدي پلید نظام ستر مدافع(امریکا) د مشرانو لاسونه په جنس ځورونې رنګ دي.
له سیاسته تر سینما د امریکا او نورو غربي هیوادونو مشران د جنسي ځورونو په پیښو تورن شوي دي، د ډموکراسۍ مدافع د درواغجنې او ناکامې ایډیالوژی په لیږد او پلي کولو سره د خلکو ژوند ته د بدمرغیو له راوستلو پرته یي بل څه سوغات نه دی راوړی.
دا لومړی ځل نه دی چي د غربي هیوادونو سیاسي او هنري مشران د جنسي ځورونې په تور تورن کیږي بلکي په وار وار دا او دي ته ورته پیښې را منځته شوي دي.
د ۲۰۱۷ کال اکتوبر په ۲۵ یوې فلمې لوبغاړي پلارنی جورج بوش ، د امریکا پخوانی جمهور ریس په جنسې ځوروني تورن کړی وو.
د امریکا دولت په راس کی ډونالنډ ټرامپ چي د نړۍ ستر ځبر ځواک هیواد ګنل کیږي او د اسلامي هیوادونو مشران ورڅخه اطاعت کوي او ځان د نړۍ د بشري حقونو مدافع بولي له سایسي مشرانو څخه یي د جنسې ځورونې بوی پورته کیږي.
درواغجنه ډموکراسي چي تل یي نړیوالو ته ډول ډول ناخوالې را منځته کړي، له اقتصادي ژونده پیل تر سیاسي او ټولنیز ژوند پورې خلک په ستونزو کي ښکیل کړي دي.
د ډموکرسۍ تر چتر لاندي نه یوازي اقتصادي او امنیتي ستونزو خلک له ګواښ سره مخ کړي، بلکي د ښځو ژوند ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کیږي, په غربي او اسلامي نړۍ کي داسی او دې ته ورته ناخوالې په وار وار زیږولې دي.
ناکامه هڅه د بشري او دموکراسۍ د ازادیو په برخه کي د غرب له لوري روانه ده او د همدي تش په نامه ازادیو د شعار په غږولو سره غواړي نړیوالو ته ځانونه د پاک او سپیڅلې الګو يه توګه ورښکاره کړي او د هغوی په سترګو کي خاورې وپاشي.
د اسلامي هیوادونو مشران تل همدغو فاسدو غربي حکامو ته ژمن و، او د هغوی هر ډول لاسوهنې او پریکړي یي په ورین تندي منلې دي او د هغوی تګلارې یي تل په خپلو خاورو کي پلي کړې دي.
د اسلامي نظام (خلافت) په راتلو سره به د ټول بشریت ژوند او بیا په تیره د اسلامي نظام تر واکمنۍ لاندي سیمې د الهی احکامو په پلي کیدو سره به کورنۍ او ټولنه د هر ډول رواني او نابرابري ستونزو څخه په امن کي وې.
خو مسلمانان دومره هم ناپوه او بي خبره نه دي چي هر څه دي د هغوی له سترګو پټ پاتي شي او دوی دي په خپل چل او دوکه کي کامیبه شي، هیڅکله نه مسلمانان بیدار دي او په هرڅه پوهیږي او د دوی له مکارې او درواغجنې څیرې پرده پورته شوي اوس ټولو ته حقیقت څرګند دی، د دوی په بي ځایه وعدو او ځان ښودونو نه غوليږي.