
نظام الدین قیصاري د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی د سرطان په (۱۲) نېټه د ځانګړو ځواکونو لخوا و نیول شو او د پوښتنو لپاره کابل ته ولېږدول شو. د دې پېښې په اعتراض کې په مختلفو ولايتونو کې لسګونه زره خلکو لاريونونه پيل کړل او لا هم دوام لري چې په ترڅ کې يې په ځينې ولايتونو کې مهمې دولتي ودانۍ وسوځول شوې.
په وروستیو څو کلونو کې د حکومت له لوري د سيمه يزو چارواکو او متنفیذینو نیول، له واکه ګوښه کول، محاکمه کول او بدنامول دوام لري. د هغو له لړ څخه امرالله صالح، احمد ضیا مسعود، تورن محمد اسماعیل، عطا محمد نور او په دې څو ورځو کې د نظام الدین قیصاري او حاجي رحیم الله نیول و چې د امریکايي پاليسۍ له تحقق او تطبیق پرته بل څه نه دي. لاسپوڅی حکومت د دې کارونو په اجرا سره لاندې موخې تعقيبوي:
لومړی: امريکا غواړي چې په افغانستان کې د قومي واک او نفوذ لرونکي خلک ـ چې ډېری يې پخواني مجاهدين دي ـ له واکه ايسته کړي او پر ځای يې په غربي فکر تثقيف شوي سيکولر ځوانان واک ته ورسوي، تر څو په راتلونکې کې د هر ډول امريکايي پاليسيو د تطبيق په مخ کې کوم خنډ شتون ونه لري.
دوهم: څرنګه چې امريکا په پلان کې لري چې د افغانستان شمال ته د داعش پروژه ولېږدوي، خو د شمالي ولايتونو اکثريت متنفذين له دې چارې سره مخالف دي او نه غواړي چې داعش دې د دوی په سيمو کې ځالې جوړې کړي. له همدې امله د شمالي ولايتونو اکثريت هغه متنفذين له واکه ګوښه، بدنام او يا هم تبعيد کيږي چې د داعش په خلاف يې تر شا يې درېدل چې وروستۍ بېلګه يې د قيصاري نېونه ده.
درېيم: څرنګه چې اشرف غني واک ته له رسېدو څخه مخکې په خپلو ټاکنيزو کمپاينونو او دغه راز واک ته له رسېدو څخه وروسته خلکو ته دومره ډېرې درواغجنې وعدې ورکړې چې له هغو څخه پنځه سلنه يې هم تر اوسه نه دي پلې شوي. له دغو وعدو څخه يوه هم له فساد سره مبارزه او اداري اصلاحات رامنځته کول و چې نوموړی په دې برخه کې هم مطلق ناکام و او اداري انارشيزم له پخوا څخه لا زيات شو. اشرف غني غواړي په وروستيو اقداماتو سره ـ چې طرحه يې د افغانستان لپاره امريکايي پاليسي سازانو جوړه کړې ـ د راتلونکو ټاکنو لپاره ځان ته کمپاين ورکړي او خلک په دې تېرباسي چې ګوندې دی اداري اصلاحاتو او فساد سره مبارزې ته ژمن دی او ان د وزيرانو او واليانو په کچه خلک يې ګوښه او محاکمه کړل.
څلورم: ځينې شنونکي په دې باور دي چې روان اقدامات د افغانستان د تجزيې لپاره د امريکا د اوږمهاله پلان يوه برخه ده چې اشرف غني يې پلې کوي. ځکه چې په افغانستان کې د متنفذينو بدنامول او له واکه ايسته کول او په وروستيو کې په دغو سيمو کې د نا امنيو په خپرولو سره به خلک د دولت پر وړاندې راپورته شي او د افغانستان له جغرافيې څخه د شمالي ولايتونو د جلا کولو لپاره به مبارزه پيل کړي. په وروستيو کې د لاريون والو او ځينو حرکتونو له شعارونو څخه هم د دغې ادعا څرک معلوميږي.