
د افغانستان ولسي جرګې ټاکنو کې څه کم ۸ میلیونه خلکو نوم لیکنه کړي وه، چې د هغو له منځ څخه ۴ میلیونه تنو يې خپلي رايې و کارولي، شاوخوا ۲۵۰۰ تنه نوماندان وو چې ۱۰ تنه يې په ټاکنیز کمپاین کې ووژل شول، د ۲۵۰۰ څخه به ۲۴۹ تنه ولسي جرګي ته لار پیدا کړي، ټاکنو کې د ۱۰ سلنه خلکو رایې د ټول افغانستان استازیتوب وکړ.
د افغانستان ۱۷ کلنې ډیموکراسی او غربي فرهنګ له ځان سره د پراخو ستونزو تر څنګ د قوم، ژبي، مذهب او سیمې تر منځ تفرقي ته لمن ووهل، د یوې عقیدي خلک يې بیل او تر منځ تفرقه را منځته کړه، ولسي جرګي ټاکنو کې د استعمارګرو شومي موخې (د قوم، مذهب، سیمي تر منځ نفاق) سره سم يې خپله رایه د تعصب او تبعیض لپاره وکاروله قوم، ژبې، مذهب او رنګ ته یې رایه ورکړه دا د استعمارګرو دولتونو د اشغال او استثمار لاسته راوړني دي.
لکه څنګه چې ورڅخه هیله کیدل او حکومتي چارواکو ټاکنې رڼې، له درغلیو پاکې او لاسته راوړنه ګڼل هغسي ترسره نه شوي بلکي قصداً يې ستونزي رامنځته کړي; ځینې د رایې مرکزونه د سهار تر ۱۰ بجو تړلي وو، ځینو ته د ماسپښین تر ۱ بجي ټاکنیز مواد نه وو رسیدلي، ځینو کې د ثبت شویو کسانو نوم په لیست کې نه وو، ځیني داسي چي رایه ورکوونکې پاتي وو د وخت پای اعلان شو او په ځینو مرکزونو حملې وشوي په لوی لاس ناامنه شول.
د نسل بدلون (Generation change) تګلاره د غرب له پالیسیو څخه ده چې افغان حکومت يې دننه تطبیق کوي، ددې پالیسی په اساس حکومتي چوکیو او پارلمان ته نوی نسل هغه چې په غربي ډیموکراسی باور او سیاسي اسلام د حل لار نه بولي ور دننه کړي، تر څو امریکايې پارلمان او حکومت رامنځته او د استعمارګرو هرې غوښتني ته لبیک ووايي. د جهادي مشرانو وروستي له واک څخه ګوښه کول، د جنرالانو تقاعد هم د همدي پالیسی په اساس وو.
ولسي جرګي ټاکنو ته د لوړ پوړو چارواکو ځامن، نوې په غربي ثقافت روزل شوي ځوانان چې اسلامي سیاسي تفکر نه لري غربي ارزښتونو ته ژمن دي همدارنګه هغه سرمایه دار قراردادیان چې د امریکايې مرکزونو سره یې د توکو او پروژو تړونونه درلودل ځانونه نوماندان کړي وو، په افغانستان کې ۱۷ میلیونه شاوخوا وګړي د رایې ورکولو حق لري، چي ددوی له ډلې یواځي ۴ میلیونه خلکو رایې وکارولي پاته نور ۱۳ میلیونه خلکو رایې ورنه کړي، آیا دا ۴ میلیونه وګړي د ۳۵ میلیونه خلکو استازیتوب کولی شي؟