
د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس وایي، قدس د فلسطین پلازمېنه ده او تر ابده به وي. نوموړي دغه څرګندونې نن په ترکیه کې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ دوروستۍ پرېکړې په غبرګون کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډې ته د خبرو پرمهال کړې دي.
ده ویلي، د بالفور له بیانیې څخه ۱۰۰ کلونه تیرېږي، انګلیس د فلسطین ځمکه د صیهونیزم په واک کې ورکړه، امریکا دغه چارې ته ادامه ورکړه او بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ. محمود عباس ټرمپ ته په خطاب کې ویلي: «ایا تاسو د امریکا کوم ښار صیهونیستیانو ته په ډالۍ کې ورکوئ؟»
ده یو ځل بیا پر دغه خبره ټینګار کړی، چې قدس د فلسطین پلازمېنه ده او تر ابده به وي. نوموړي د ترکیې له ولسمشر څخه مننه کړې، چې دغه غونډه یې را بللې ده.
د ۴۸ اسلامي هېوادونو استازي نن د ترکیې په استانبول ښار کې سره را ټول شوي دي تر څو د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې پر ضد خپل غږ سره بدرګه کړي.
د عربستان پادشاه ملک سلمان او ولیعهد یې محمد بن سلمان په دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون په دغه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی دی.