ترکیه کې نن د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان غونډه ده

د ترکیې په استانبول کې نن د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان غونډه جوړېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو وایي هیله لري، چې دغه ناسته به د بیت المقدس په اړه یو قوي پیغام وړاندې کړي.
 ده ویلي د هغه ظلم په اړه چې اسرائیل یې د فلسطینیانو سره کوي چپه خوله کېناستل ورته د منلو نه دي. دغه غونډه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په غوښتنه جوړه شوې ده.
چاووش اوغلو ویلي، دوی به د امریکا د هغه خبرې پر وړاندې کلک ودرېږي چې ویلي یې دي: «موږ لوی قدرت یو او هر څه چې وغواړو تر سره کولی یې شو.»
 نوموړي ویلي موږ به په دې غونډه کې له ټولو هغه هېوادونو د فلسطین د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړو، چې تر اوسه یې فلسطین په رسمیت نه دی پېژندلی.
 ویل کېږی، چې په دې غونډه کې د ځینو عربي هېوادونو مشران د ګډون په موخه نه دي حاضر شوي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی.