د امریکا جمهور رييس ټرمپ د کاسپرسکای پر محصولاتو بندیز لګولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په امریکا کې د کاسپرسکای پر محصولاتو د بندیز قانون لاسلیک کړ.
د رویټرز د خبر له مخې، د پوستکالو دغه شرکت، چې د ویروسونو ضد سافټویرونه جوړي په امریکا کې یې پر محصولاتو بندیز لګېدلی دی.
دغه کار په امریکا کې د روسیې د نفوذ د مخنیوي په موخه شوی دی. پر کاسپرسکای شرکت تور دی، چې له روسیې سره په سایبري حملو کې مرسته کوي، دغه شرکت په ځلونو ویلي، چې له روسیې سره هېڅ ډول اړیکې نه لري. دوی وایي د نړۍ له هېڅ هېواد سره یې په سایبري او د جاسوسۍ په برخه کې مرسته نه ده کړې.