
د چین د دفاع وزیر د ایران د پوځ له مشر سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظامي اړیکو د پراخوالي غوښتنه کړې ده.
د شینهوا خبري آژنس د خبر له مخې د چین د دفاع وزیر چانګ وان ګوان په دغه لیدنه کې له ایراني لوري غوښتي، چې پکنګ غواړي له ایران سره په دې برخه کې خپلې اړیکې پراخې کړي.
ده ویلي، د ایران او چین تر منځ هر اړخیزې اړیکې تر بل هر وخت پراخې شوې دي، د سوداګرۍ او انرژۍ په برخه کې یې مهمې لاسته راوړنې لرلې دي.