په تایوان کې د «بېکاره» خلکو لپاره سیالي جوړه شوې وه

د رسنيو د رېپوټونو له مخې، د تایوان په یوه مرکزي پارک کې د وزګاره کسانو لپاره یوه سیالي جوړه شوې وه.
د سیالۍ شرایط داسې وو، چې یو کس باید یو نیم ساعت وزګاره ناست وي او هيڅ کار ونکړي او په دې وخت کې بیده هم نشي.
د ناظرینو په وینا، یو هانګ کانګي محصل چيانګ کای هو تر ټولو د بهترين «بېکاره» په توګه وپېژندل شو او په جايزه کې به ورته هانګ کانګ یا جاپان ته د الوتکې وړیا ټکټ ورکړل شي؛ په جاپان کې راتلونکې سیالي تر سره کيږي.
د لومړي ځل لپاره دا ډول عجیبه سیالي په ۲۰۱۴ ز کال کې په سويلي کوریا کې په دې موخه جوړه شوې وه، چې خلک آرامه ژوند کولو ته وهڅوي.
د یادونې ده، چې د خوست ولایت د مندوزيو د سنځيو (حسن زیو) په سیمه کې هم د لایا (وزګاره) خلکو ریاست جوړ شوی و، چې غړي یوازې وزګارخېل کیدلی شول.