
د امریکا متحده ایالاتو پتېلې، چې د راتلونکي ۲۰۱۸ ز کال په پيل کې افغانستان ته نور ځواکونو هم راوليږي.
د امریکا د هوايي ځواکونو جنرال لانس بانج ويلي، چې امریکا د افغان ځواکونو سره د مرستې او د طالبانو سره د مبارزې په موخه، د راتلونکې کال په پېل کې به نوي ځواکونه افغانستان ته وليږي.
جنرال لاس بانج په یوه خبري ناسته کې وويل: «د ۲۰۱۸ ز کال په پيل کې به يوه نوي پوځي ډله، له افغان پوځ سره د مرستې په موخه افغانستان ته ولیږل شي... د افغانستان په هکله د امریکا د ستراتيژۍ پر بنسټ دغه پرېکړه شوې او د راتلونکې کال په لومړۍ ربع کې به دغه ځواکونو افغانستان ته وليږل شي.»
د یادونې ده، چې تر اوسه د دغو پوځيانو شمېر نه دی په ډاګه شوی.