د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټوټ وایي چې په نړۍ کې د وسلو خرڅلاو زیات شوی دی

په ستاکهلم کې د سولې نړیوال انسټیټوټ یا سيپري په راپور کې راغلي دي چې په نړۍ کې د وسلو خرڅلاو زیات شوی دی چې د تر ټولو زیاته ګټه یې د امریکا او لویدیځې اروپاشرکتونو ته رسیدلې ده چې امریکایي شرکتونو ونډه پکې ۵۸ سلنه ده.
هغه وسلې چې پلورل شوي دي مهمات، ټانکونه او بې پيلوټه الوتکې دي، چې له امله یې د نړۍ د وسلو سترو شرکتونو ۳۷۴.۸ ملیارده ډالره ګټلي دي.
ګومان کیږي چې په نړۍ کې زیاتره جنګ جګړو ته لمن وهونکي هیوادونه هغه دي چې غواړي خپلې وسلې پر نورو وپلوري.
په دې وروستیو کې اسلامي هیوادونه د سختو شخړو شاهد وو چې د وسلو شرکتونو بازار پکې ښه ګرم و.