مالیزیا له بیت المقدس څخه د مسلحانه دفاع اعلان کړی

مالیزیا له بیت المقدس څخه د مسلحانه دفاع اعلان کړی دی.
له هغه وروسته چې د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، د مالیزیا د فاع وزیر له بیت المقدس څخه د مسلحانه دفاع اعلان کړی دی.
 د انلاین ټوډې د خبر له مخې د مالیزیا د دفاع وزیر هشام الدین حسین د (یومنو) حزب په ګډه غونډه کې ویلي، چې هېواد یې تیار دی، چې له بیت المقدس څخه دفاع وکړي.
 ده ویلي، د ټرمپ وروستۍ پرې کړه ورته د منلو نه ده او د اړتیا په وخت کې تیار دی، چې د سر اعلی قوماندان له امر وروسته خپل ځواکونه منځني ختیځ ته د بیت المقدس د دفاع لپاره واستوي.