د کالیفرنیا په اورلګېدنې کې ۴۶ د مسابقو آسونه هم سوځېدلي

د کالیفرنیا په پرونۍ اولګېدنه کې د نورو ګڼو زیانونو تر څنګ تر ۴۶ زیات د مسابقو آسونه هم سوځېدلي دي.
د  Huffington Postد خبر له مخې دغې اور لګېدنې په ساندیاګو کې خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي دي.
 د معلومات له مخې د مسابقو له ۴۶ زیات هغه آسونه چې لوړ قېمت یې درلود هم له منځه تللي. دغه راز د دې اسونو ساتونکی چې غوښتل یې خپل آسونه وژغوري هم ډير سوځېدلی دی.
 د مسابقو د انجمن مشر جک لیابو ویلي، چې دا په کالیفرنیا کې د آسونود نژاد لپاره یوه فاجعه ده، چې ټول یې خواشیني کړي دي.
 ده د آسونو له څښتنانو، مربیانو او ساتونکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.  ده زیاته کړه، چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه ښار کې  اضطراري حالت اعلان کړی و او له اړمنو کسانو سره یې د مالي مرستو امر کړی و.