
د امریکا ولسمشر په فولوریډا ایالت کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د شیکاګو امنیتي حالت تر افغانستان بدتره دی.
نوموړي زیاته کړې: د دغه ایالت امنیتي وضعیت ته په کتو ویلی شم، چې تر افغانستان بدتره دی.
ده د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې کولی شم په بل ډول و وایم، افغانستان له شیکاګو امن دی.
نوموړي په وینا، چې د امریکا په سرحدونو کې باید امنیتي تدابیر سخت شي او غیر قانوني راتلونکي کډوال دې وځپل شي.
په ۲۰۱۶ کال کې یوازې په شیکاګو کې ۵۰۰ تنه وژل شوي دي. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې په ټوله امریکا کې د وژل شویو کسانو شمېر له دې کم و.