امریکا په موقتي ډول په اندونزیا کې خپل سفارت تړي

په اندونزیا کې د امریکا سفارت اعلان کړی، چې غواړي په موقتي ډول خپل سفارت او کنسولګرۍ وتړي.
له دغه سفارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه سفارت غواړي سر له نن څخه په اندونزیا کې خپل سفارت او کنسولګرۍ وتړي، ځکه په دغه هېواد د بیت المقدس په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته د لویو لاریونونو خبر ورکړل شوی دی.
ځينې داسې رېپوټونه هم شته، چې اندونيزیا امریکا ته سپارښتنه کړې، چې خپل سفارت او کونسلګرۍ محدوې کړې او کیدی شي د سفارت موقتي تړلو لامل همدا وي.
د یادونې ده، چې په دې ورستيو ورځو کې د په اندونیزیا کې د امریکا پر ضد پراخ لاریونونه وشول.